د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې د مارچ په اتلسمه نېټه سهار په بېجينګ کې د رايګيرۍ له لارې لي که چيانګ د چين د صدراعظم په توګه، يانګ شياو دو د چين د ملي نظارت کميسيون د مشر په توګه وټاکل.
د رايګيرۍ د نتيجې له مخې، شو چي ليانګ او جانګ يو شيا د چين د مرکزي پوځي کميټې د مرستيالانو په توګه، جو چيانګ د سترې ولسي محکمې د مشر په توګه او جانګ جون د لويې څارنوالۍ د لوی څارنوال په توګه وټاکل شول.
د چين د اساسي قانون له مخې، نوماند صدراعظم د دولت رئيس له خوا او د چين د مرکزي پوځي کميټې مرستيال نوماندان د مرکزي پوځي کميټې د مشر لخوا نومانديږي او د ملي ولسي کانګرس د عمومي غونډې د رايګيرۍ له لارې ټاکل کيږي.
ورپسې، لي که چيانګ او يانګ شياو دو په جلا جلا توګه اساسي قانون ته لوړه وکړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |