CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير په قول د لويديځو هېوادونو خاصو ځواکونو په سوريه کې په عملياتو پيل کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-18 15:30:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګې لاوروف د مارچ په ۱۷مه نېټه د قزاقستان له خبري سرنيو سره مرکه کې وويل، چې لويديځو هېوادونو په مستقيمه توګه د سوريې په شخړه کې ځانونه نښلولي، د امريکا، بريتانيې او فرانسې خاصو ځواکونو په سوريه کې په عملياتو پيل کړی دی.

لاوروف وويل، چې د سوريې د حکومت ضد وسلوالې ډلې د اجنټانو جګړه کوي، ځکه د لويديځو هېوادونو خاص ځواکونه د سوريې له حکومت ضد وسوالو ډلو سره د مرسته کولو په حال کې دي، لويديځ هېوادونه هم دا حقيقت نه دروي چې خاص ځواکونه يې په سوريه کې فعال شوي دي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په سوريه کې د لويديځو هېوادونو د خاصو ځواکونو فعاليت له نړيوال قانون او د م م له منشور څخه سرغړونه ده، روسيه په سوريه کې د بهرنيو ځواکونو د غيرقانوني عملياتو غندنه کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای