د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ماريا زخاروا د مارچ په ۱۷مه نېټه وويل، روسيې او يا پخواني شوراوي اتحاد هيڅکله د نويچوک په نوم د عصبي زهرجنو موادو پروژه نه ده څېړلې، خو بريتانيا، امريکا، چک او سويډن په شمول هېوادونه ښايي د يادې پروژې د څېړنو په هڅه کې وي. خو چک او سويډن ياد خبر رد کړی دی.
زخاروا په همدې ورځ د روسيې د ۲۴ تلويزيوني چينال په ژوندۍ خپرونه کې وويل، چې بريتانيا د زهرجنو موادو نمونه لري، خو نمونه يې نه خپروي او يوازې د اټکل سره سم يې نتيجه کړې، نو ښايي بريتانيا له لومړي سره درواغ ويلي وي. هغې وويل، چې بريتانيا، امريکا، سلواکيا، چک او يا سويډن د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په پای کې او حتی تر اوسه پورې د نويچوک پروژه څېړلې ده، نو د زهرجنو موادو تر ټولو ممکنه سرچينه ياد هېوادونه دي.
چک او سويډن د روسيې ياد اتهام رد کړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |