CRI Online

لي که چیانګ د دولتي شورا د صدراعظم په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-18 17:11:19
لي که چیانګ د دولتي شورا د صدراعظم په توګه وټاکل شو

د روانې میاشتې د ۱۸ مې نیټې په سهار د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په ۶ مه اسامبله کې د دولت رئیس شي جین پینګ په نومولو او د ملي ولسي کانګرس د رایګیرۍ له لارې لي که چیانګ د دولتي شورا د صدراعظم په توګه وټاکل شو. د دولت رئیس شي جین پینګ د رئیس د لومړي فرمان په لاسلیکولو سره په یاده غونډه کې لي که چیانګ د دولتي شورا د صدراعظم په توګه انتصاب شو.

د یادې غونډې برنامه دا وه چې د چین د ولسي جمهوریت د دولت رئیس شي جین پینګ په نومولو سره د دولتي شورا صدراعظم وټاکل شي، د مرکزي پوځي کمیسیون د رئیس شي جین پینګ په نومولو سره د دغه کمیسیون مرستیالان او غړي وټاکل شي، د ملي نظارت د کمیسیون مشر انتخاب شي، د سترې محکمې مشر انتخاب شي، د لویې څارنوالۍ مشر انتخاب شي او د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې غړي انتخاب شي.

په نتیجه کې یې لي که چیانګ د دولتي شورا د صدراعظم په توګه، شیوچي لیانګ او جانګ یو شیا د مرکزي پوځي کمیسیون د مرستیالانو په توګه او وۍ فنګ هه، لي زو جنګ، میاو هوا او جانګ شنګ مین د دغه کمیسیون د غړیو په توګه وټاکل شول. یانګ شیاو دو د ملي نظارت د کمیسیون مشر په توګه، جو چیانګ د سترې ولسي محکمې د مشر په توګه او جانګ جون د لویې څارنوالۍ د مشر په توګه او ۱۵۹ تنه کاندیدان د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې د غړیو په توګه انتخاب شول.

نوموړو کسانو بیا په جلا جلا توګه اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای