CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د رئيسه پلاوي ۹مه ناسته تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-18 19:11:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې رئيسه پلاوي د روانې مياشتې د ۱۸مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې ۹مه ناسته تر سره کړه.

د رئيسه پلاوي دايمي رئيس لي جان شو د دې ناستې مشرې کوله.

د اساسي قانون د ۶۲ مې مادې سره سم، لي که چيانګ دې غونډې ته د صدارعظم مرستيالان، د دولتي شورا غړي، وزيران، د بېلا بېلې کمېټو مديران، د چين د ولسي بانک مشر، د ملي رياست د تفتش مشر او سرمنشي په شمول نوماندان ور وپيژندل.

د رئيسه پلاوي دايمي غړو چن شي، وانګ چن، څاو جيان مينګ، جانګ چون شيان، شن يو يو، جي بينګ شيوان، ارکن اميربکي، وان عه شيانګ او چن جو هم په دې ناسته کې ګډون کړی و.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای