CRI Online

د سريلانکا ولسمشر د هېواد بېړنی حالت لغوه کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 09:54:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا ولسمشر متحريپالا سيريسنا د مارچ په اتلسمه نېټه په ټوېټر کې وويل، چې د عامه امنيت له ارزيابۍ وروسته يې په هېواد کې بېړنی حالت لغوه کړ.

د اوولسمې نېټې په شپه د سيريسنا لخوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي،د هېواد په کچه بېړنی حالت چې د سنترال ولايت په مرکز کاندي سيمه کې د تاوتريخوالي له امله اعلان شوی و، لغوه شو.

د خبر له مخې،د تېرې مياشتې په پای کې په کاندي سيمه کې يو سنهالی د ۴ مسلمانانو تر بريد لاندې شو او د روانې مياشتې په درېيمه نېټه مړ شو. وروسته په کاندي او شاوخوا سيمه کې د زورزياتي پېښې وشوې. د سريلانکا حکومت په شپږمه نېټه د هېواد په کچه بېړنی حالت اعلان کړی و.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای