CRI Online

شي جين پينګ د روسيې د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله ولاديمير پوتين ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 10:02:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مارچ په ۱۹مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله ولاديمير پوتين ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

رئيس شي جين پينګ په دې پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې په دې وروستيو کلونو کې د روسيې خلک په يووالي سره د هېواد د بيا سمسورتيا په لور روان دي چې په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او په نړيوالو چارو کې يې رغنده رول لوبولی دی.باور لرم چې روسيه هرو مرو نوی پرمختګ ومومي.اوس مهال د چين او روسيې ترمنځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې تر ټولو ښې سويې ته رسېدلې دي او دواړه هېوادونه د متقابل درناوي،عدالت او د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګولو او د انساني برخليک د ګډې ډلې د جوړولو لپاره نمونه ده.چين غواړي چې له روسيې سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای