CRI Online

د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې او د استراليا ترمنځ ځانګړې سرمشريزه غونډه په سيدني کې پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 10:04:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې او د استراليا ترمنځ ځانګړې سرمشريزه غونډه د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه په سيدني کې پای ته ورسيده.لومړی ځل کيږي چې استراليا د کوربه هېواد په توګه د يادې غونډې د تر سره کېدو لپاره د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې مشرانو ته بلنه ور کړې ده.

د دې غونډې د پای ته رسېدو په همدې ورځ برخوالو د سيدني اعلاميه خپره کړه.په دې اعلاميه کې ويل شوي چې له دغې غونډې څخه داسې ښکاري چې ياده ټولنه او استراليا د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو نوې زمانې ته رسېدلې ده.

د ترهګرۍ پرضد ساحه کې دواړو خواوو د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د نړيوالې ترهګرۍ د ځپلو لپاره د جنوب ختيځې اسيا د ټولنې او استراليا ترمنځ د پوهاوي ياددښت لاسليک کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای