CRI Online

د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د رايګيرۍ له لارې د چين د دولتي شورا سرمنشي،بېلا بېل وزيران،د بېلا بېلو کميټو مسئولين ،د چين د مرکزي بانک مشر او د حسابونو د تصفيې ادارې مشر وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 11:05:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې شياو جي د چين د دولتي شورا د سرمنشي،وانګ ايي د چين د بهرنيو چارو د وزير، وي فنګ هه د دفاع وزير،هه لي فنګ د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مسئول،چن بان شنګ د ښوونې وزير، وانګ جي ګانګ د علومو او تخنيکونو وزير،مياو وي د صنايعو او معلوماتي کېدو چارو وزير،باته عر د قومي چارو د دولتي کميټې مسئول،جاو که ځي د عامه امنيت وزير، چن ون چينګ د چين د دولتي امنيت وزير،هوګ شو شيان د ملکي چارو وزير،فو جنګ هوا د عدلي چارو وزير، ليو کون د ماليې وزير،جانګ جي نان د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت وزير،لو هاو د طبيعي سرچينو وزير، لي ګان جي د بيولوژيکي چاپيريال وزير،وانګ منګ وي د کورونو، ښارونو او علاقه داريو د ابادۍ وزير،لي شياو پنګ د ټرانسپورتي چارو وزير،عر جينګ پنګ د اوبو لګونې وزير، هان چانګ فو د کرنې او کليوالو سيمو وزير ، جونګ شان د سوداګرۍ وزير،لو شو ګانګ د کلتور او سيلانۍ وزير، ما شياو وي د روغتيا د دولتي کميټې مسئول ،سون شاو چنګ د تقاعد شويو پوځي افسرانو او عسکرو چارو وزير، وانګ يوو پو د بېړنيو چارو د ادارې وزير، ايي ګانګ د چين د ولسي بانک مشر او هو ځه جون د حسابونو د تصفيې ادارې مشر په توګه ټاکل شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای