عکس: د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه طالبانو په کابل کې يوه ځانمرګي چاودنه کړې
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه په کابل کې د دوو بمي چاودنو له امله د بريدګرو په شمول درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ځايی افغان خبري رسنيو د خبر له مخې لومړۍ بمي چاودنه پر ځايي وخت د همدې ورځې په اوو بجو وشوه چې پکې بريدګرو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې يو بم ته چاودنه ور کړه چې له امله يې دوه تنه ملکيان وژل شوي او يوتن بل ټپی شوی دی.
د دې چاودنې تر څو ساعتونو وروسته د کابل په لويديځ به ۱۳مه د پوليس حوزه کې يو شخصي مکتب کې د بلې چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شوي او بريدګر هم ځای پر ځای وژل شوی دی.د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د دې پخلی کړی چې د يوه ماشوم په شمول څو تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه طالبانو په کابل کې يوه ځانمرګي چاودنه کړې چې له امله يې د بريدګر په شمول ۳ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي(غاټول).
عکس:د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه طالبانو په کابل کې يوه ځانمرګي چاودنه کړې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |