د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مارچ د ۱۹ مې نېټې په سهار وختي د روسيې ټاکنو کمېسيون د روسيې د ولسمشرۍ ټاکنو د ۹۵٪ رايو د شمېرلو پايله اعلان کړه چې له مخې يې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوټين د ۷۶.۵۶٪ رايو په خپلولو سره له نورو سيالانو ډېر مخکې دی،له څرګنده شو چې نوموړی واقعاً په روانو ټولټاکنو کې بريالی شو.
پوټين په مسکو کې د سور ميدان په شاوخوا سيمه کې د ټولټاکنو د لمانځلو په فعاليت کې له خلکو نه مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې روسيه به له ټولو ننګونو سره د مقابلې لپاره هڅه وکړي ترڅو د هېواد په وړاندې بېلابېلې ستونزې حل کړي.
ورپسې پوټين د ټاکنو په مقر کې يوه مطبوعاتي غونډه کې رسنيو ته وويل، چې روسيه به د نړۍ د بېلابېلو وچو له هېوادونو سره خپلمنځي اړيکې پرمخ يوسي او په دې توګه به د نړيوالو مسئلو د حل نوی بهير پيل کړي.
پوټين د سينهوا اژانس د خبريال پوښتنو ته د ځواب ورکولو پرمهال شين جين پينګ ته د چين د دولت رئيس د ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله او ويې ويل، روسيه به تروسې پورې له چين سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد په شمول بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |