CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ټولو غړو اوومه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 15:13:18

د سينهوااژانس د خبر له مخې د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ټولو غړو اوومه غونډه د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه او پکې د دولتي شورا نور غړي هم وټاکل شول.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دوهم نمبر رئيسه فرمان صادر کړ او د دې غونډې له پرېکړې سره سم يې د دولتي شورا دغه غړي وټاکل دغې غونډې د دولتي شورا د صدراعظم لي که چيانګ د نوماندۍ له مخې د رايګيرۍ له لارې پرېکړه وکړه چې هان جنګ ،سون چون لان، هو چون هوا او ليو هه د دولتي شورا د صدراعظم مرستيالانو په توګه او وي فنګ هه، وانګ يونګ ، وانګ ايي، شياو جي او جاو که ځي د دولتي شورا غړو په توګه وټاکي.سربېره پردې د دولتي شورا د سرمنشي،د بېلا بېلو وزيرانو،د مختلفو کميټو مسئولينو،د چين د ولسي بانک د مشر او د حسابونو د تصفيې ادارې د مشر په شمول ليست اعلان شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای