CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس استازو د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره فعال وړانديزونه وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 15:56:51

د روان کال د چين د حکومت په کاري راپور کې يو ځل بياپه دقيق ډول د بېوزلۍ له منځه وړلو چارو زور د پياوړتيا په هکله کارونه وړاندې شوي. په دې وروستيو ورځو کې د چين د ملي ولسي کانګرس استازو چې د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې ګډون کوي، په دقيق ډول د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره فعال وړانديزونه وړاندې کړي دي.

د مارچ په اتمه نېټه د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د هو نان ولايت د استازو پلاوي په پرانيستي ورځ کې استازي چين يوی فې د کليو د پرمختګ په هکله خپل وړانديز وړاندې کړ. (اواز)

په کليو کې سوداګريزو کورنيو کې د کوچنيو بزګرو کورنيو شمير ۹۸ سلنه برخه نيسي، د کرهنيزو ځمکو په عمومي مساحت کې د کوچنيو بزګرو کورنيو شمير څه دپاسه ۷۰سلنه برخه نيسي. د کليو د ابادۍ يو مهم ټکی د توليدي چارو تر سره کول دي او په کليو کې د توليدي چارو د سمسورتيا په ترڅ کې دې د کوچنيو کورنيو توليد ته پاملرنه وکړی شي او په مساعد ډول دې له دغو کورنيو سره مرسته وشي. حکومت بايد په لا قوي توګه د بزګرانو د مسلکي همکارۍ د ټولنو جوړولو هڅه وکړي.

استازي چين يوی چې د امريکا د يالي له پوهنتون څخه فارع شوی، اوس د هو نان ولايت په يو ليرې غرني کلي کې د مشر په توګه کار کوي او د شپږو کلونو راهيسي يې د اوسيدونکو په لارښوونه د اوبو ورکولو سيستم ښه والي کې اغيزمن کارونه کړی، د زړو کسانو د روزنې ځايونه يې جوړ کړي، په کليو کې د مکتبونو لپاره يې د بسونو امنيت لوړ کړی او په مکتبونو کې يې بي لاينه انټرنيټ ځای پر ځای کړی چې د دغه کلي بڼه او د خلکو ژوند په څرګنده توګه بدل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې چين يوی فې د ملي ولسي کانګرس د استازي په توګه ټاکل شوی، په خپله له بېوزلو کسانو سره د مرستې په يو پلان کې برخمن و او د بيلګې په توګه يې وړانديز وکړ چې د ضمانت ميکنيزم دې بشپړ شي تر څو لا زيات غوره متخصصان او کارپوهان په کليو کې کارونه وکړي. (اواز)

د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره کارکوونکي په کليو کې نه يوازې ځانګړی مالي ملاتړ ترلاسه کولی بلکې له مشهورو تصديواو غښتلو پانګوالو او حکومت څخه د بېلا بېلو ډولو د روزنو او سرچينو فرصتونه تر لاسه کولی شي. په وروستيو کلونو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارکوونکو هراړخيز توان ډېر لوړ شوی دی.

په دقيق ډول د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې د تصديو رول ډېر مهم دی. د شان دونګ ولايت څخه د ملي ولسي کانګرس استازي او د لانګ چاو شرکت مشر سون پې شو وړانديز وکړ چې د لويې شميرنې له لارې په اغيزمنه توګه د پيژندنې، مرستې او ارزونې په دريو برخه کې مسئلې حل کيدای شي. (اواز)

د هغو کارونو له لارې چې د کلاد کموپوتينګ او د لويې شميرنې تخنيکونه د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې استفاده کوي او د لويې شميرنې له لارې په دقيق ډول له بې وزلو کسانو سره مرسته کوي، په اغيزمنه توګه بې وزلي کسان او د بېوزلۍ د لاملونو په هکله مالومات راغونډولی شي او له بې وزلو کسانو سره د مرسته کولو تدبيرونه عملي کيدای شي چې د بېوزلۍ له منځه وړلو ټينګه مبارزه به بريالۍ شي. د تېر کال تر پايه پوري په دقيق ډول له بېوزلو کسانو سره د مرستې په اړه انټرنيټي سيستم چې د لانګ چاو شرکت لخوا جوړ شوی، د هېواد څه دپاسه لسو ولايتونو، ښارونو او ولسواليو لپاره خدمتونه برابر کړي دي.

په تېرو پنځو کلونو کې په چين کې د بېوزلو کسانو شمير اته شپيته مليونه کم شوی چې هر کال ديارلس مليونه اووه لکه تنه کم شوی. د پلان له مخې تر ۲۰۲۰ کال ،پرې به د اوسني معيار له مخې په کليو کې بې وزلي کسان به ټول تر مرستو لاندې شي. د روان کال په دوو مجلسونو کې د حکومت په کاري راپور کې دا وړاندوينه شوې چې په کليو کې به څه دپاسه لس مليونه بې وزلې کسان کم شي او نورو ځايونو د نقل له لارې له ۲مليونه ۸ لکو تنو بې وزلو کسانو سره به مرسته وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای