د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مارچ په ۱۹مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله ولاديمير پوتين ته د مبارکۍ پيغام واستاوه. په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ په بېجينګ کې وويل چې چين دې ته مبارکي وايي چې روسيې په بريالۍ توګه د هېواد مهم سياسي بهير تر سره کړ. چين به تل له دې څخه ملاتړ وکړي چې روسيه د خپل دولتي حالت سره سم د پرمختګ مناسبه لار غوره کوي. چين په دې ټينګار کوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين او روسيې ترمنځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزي اړيکې به نوي فرصتونه رامنځته کړي او نوې پايلې به ولري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |