CRI Online

شي جين پينګ او پوټين ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 20:28:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ په ۱۹مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره ټلېفوني خبرې وکړې

شي جين پينګ د روسيې د ولسمشريزو ټولټاکنو د بريالۍ تر سره کېدو او د دغه هېواد د ولسمشر په توګه د يو ځل بيا ټاکل کېدو له امله ولاديمير پوټين ته مبارکي وويله.رئيس شي وويل چې د روسيې د ولسمشر په توګه د پوټين د يو ځل بيا ټاکنه د روسانو سم انتخاب دی.باور لرم چې د ولسمشر پوټين په مشرۍ به د روسيې خلک په پر له پسې توګه يووالی پياوړی کړي او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په بهير کې به برياليتوبونه تر لاسه کړي.

ولسمشر پوټين يو ځل بيا د چين د دولت رئيس په توګه د ټاکل کېدو له امله شي جين پينګ ته مبارکي ورکړه.پوټين وويل چې د چين د ملي ولسي کانګرس له دې پرېکړې سره يو ځل بيا د رئيس شي لوړ وقار او له تاسو څخه د ټولو چينايانو ملاتړ تاييد شوی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای