CRI Online

اروپايي ټولنه له بريتانيا سره له دې ټولنې نه د بريتانيا وتلو د انتقالي مودې مسودې د زياترو مادو په اړه موافقې ته ورسيدل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 09:38:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په نولسمه نېټه بريتانيا له اروپايي ټولنې نه د دغه هېواد د وتلو د انتقالي مودې مسوده خپره کړه او اعلان يې وکړ چې دواړه خواوې د دغې مسودې د زياترو مادو په اړه موافقې ته رسيدلې دي، ښايي دغه مسوده د اروپايي ټولنې د پسرلي په سرمشريزه غونډه کې تصويب شي.

له اروپايي ټولنې نه د بريتانيا د وتلو د بحث په اړه د اروپايي ټولنې استازي ميچيل بارنير او د بريتانيا مسئول داويس په همدې ورځ په بروکسيل کې د نوموړې مسودې د خپرېدو په ناسته کې ګډون وکړ.بارنير دغه مسوده د پرېکړې ارزښت لرونکی ګام وباله . داويس وويل چې اروپايي ټولنه او بريتانيا هغه تړون ته ډېرې نږدې دي چې د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ وي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای