CRI Online

ولاديمير پوټين : روسيه به د سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو له لارې ټولې کشالې حل کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 10:41:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مارچ په نولسمه نېټه وويل، چې روسيه به د سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو له لارې ټولې کشالې حل کړې.

د روسيې خبري اژانس خبر ورکړ چې پوټين په همدې ورځ په کرملين ماڼۍ کې د روانو ټولټاکنو له نورو کانديدانو سره د کتنې پر مهال وويل، چې روسيه به د سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو له لارې د روسيې او بهرنيو همکارانو ترمنځ ټولې کشالې حل کړې او د دې ترڅنګ به د خپلو ملي ګټو د تامينولو لپاره هم هڅه وکړي. روسيه به په پرله سې توګه خپل دفاعي توان پياوړی کړي، خو په تسليحاتي مسابقه کې به ګډون ونه کړي. دغه راز روسيه به له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې پوځي لګښت کم کړي، خو خپل ملي دفاعي توان به له دې امله کم نه کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای