CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې يو لړ پرېکړې تصويب شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 10:51:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ د ۲۰مې نېټې په سهار د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د پای مراسم ترسره شول.

په دغه غونډه کې د رايګيرۍ له لارې د لويې څارنوالۍ د کاري راپور په اړه پرېکړه، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د کاري راپور په اړه پرېکړه او په ۲۰۱۷ کال کې د مرکزي او ځايي بوديجې د تطبيق حالت او د ۲۰۱۸ کال د مرکزي او ځايي بوديجې په اړه پرېکړه تصويب شوې، د ۲۰۱۸ کال لپاره مرکزي بوديجه منظوره شوې ده. برسيره پر دې، په دې غونډه کې په ۲۰۱۷ کال کې د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ پلان د تطبيق حالت او د ۲۰۱۸ کال د پلان په اړه پرېکړه تصويب شوې، د ۲۰۱۸ کال د ملي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ پلان منظور شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای