CRI Online

د امريکا د پرچون خرڅلاو ۲۵ مشهورې تصدۍ له دې سره مخالفت کوي چې له چين څخه د وارد شويو توکيو په وړاندې ګمرکي ماليات زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 13:27:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۹مه نېټه د Wal-Mart، Macy's او Best Buy په شمول د امريکا د پرچون خرڅلاو ۲۵ مشهورو تصديو په ګډه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته يو پيغام وليږه چې پکې يې غوښتنه کړې ده چې د چين څخه د وارد شويو توکيو په وړاندې ګمرکي ماليات زيات نه شي.

دغو تصديو په دې پيغام کې ويلي، د ۳۰۱ پلټنې له لارې د چيني توليداتو په وړاندې د ګمرکي مالياتو په زياتېدو سره به د جامو، بوټانو او اليکترونيکي وسايلو په شمول د توکو بيې لوړې شي چې د امريکا مشتريانو په تېره بيا عامو کارګرو ته به زيانونه ورسېږي او په امريکا کې به د شتمنو او بېوزليو ترمنځ توپير به لا زيات شي.

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، د ټرمپ حکومت په دې غور کوي چې له چين څخه د وارد شويو توکو په وړاندې ګمرکي ماليات لوړ کړي او ښايي په نږدې وخت کې مشخصه لايحه اعلان کړي چې د امريکا د سوداګريزې ټولنې د مخالفت سبب ګرځېدلې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای