CRI Online

د چين د دولت رئيس او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي شي جين پينګ ويناوې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 15:00:08

د چين د دولت رئيس او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په ۴مه نېټه د پلازمينې د بېلا بېلو ټولنو د اساسي قانون د عملي کولو د ۳۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او ويې ويل چې اساسي قانون د هېواد د ادارې او د امنيت ساتلو عمومي منشور دی، تر ټولو لوړ قانوني مقام، واک او اغيزه لري.

شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د اتلسمې دورې د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د څلورمې ډله ايزې زده کړې په ترڅ کې ويلي و هر ډول سازمان او اشخاص بايد د اساسي قانون او قوانينو په چوکاټ کې فعاليتونه تر سره کړي او ټول اتباع، ټولنيز سازمانونه او دولتي ارګانونه بايد د خپلو عملونو د اصولو په توګه اساسي قانون او نور قوانين وبولي او د اساسي قانون او قوانينو له مخې واکونه او حقونه او دندې عملي کړي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په ۷مه نېټه د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په سياسي او د قانوانينو په کاري غونډه کې وويل چې کمونېست ګوند د خلکو په لارښوونه اساسي قانون او قوانين طرحه او عملي کوي. کمونېست ګوند بايد د اساسي قانون او قوانينو په چوکاټ کې کارونه تر سره کړي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۵مه نېټه د ملي ولسي کانګرس د جوړيدو د ۶۰مې کاليزې د لمانځنې په غونډه کې وويل چې د قوانينو له مخې د هېواد پر ادارې ټينګار کول دي لومړی بايد د اساسي قانون سره سم هېواد اداره شي او د قوانينو له مخې واکمني کول دې لومړی د اساسي قانون سره سم تر سره شي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲مه نېټه د اتلسمې دورې مرکزي کميټې د څلورمې عمومي غونډې د روحيې له مخې په هراړخيزه توګه د قوانينو له مخې د هېواد د ادارې په اړوند د ولايتونو او وزارتونو د مشرانو په کچه د زده کړې په ترڅ کې وويل چې د اساسي قانون له مخې د چين د کمونېست ګوند د لارښوونې مقام نه بدليږي، د خلکو د ديموکراتيکې واکمنۍ کولو په توګه دولتي نظام او د ملي ولسي کانګرس د نظام په توګه سياسي نظام نه بدليږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای