CRI Online

لي که چيانګ: چين پراختيا نه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 14:41:33

د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين تل پراختيا نه غواړي او د خپلو چارو حل و فصل ته به توجه وکړي.

نوموړي وويل، چې چين يو پرمختيايي هېواد دی او د پراختيا غوښتنه نه لري، که په راتلونکي کې ځواکمن شي، د زورواکۍ غوښتنې لار به غوره نه کړي. چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د متقابل درناوي، برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ اړيکې ټينګې کړي او د انساني برخليک د ګډې ټولنې لپاره به ګډې هڅې وکړي.

هغه وويل، چې چين د خپلې خاورې تماميت ساتي، خو د نورو پر ځمکو به تيری و نه کړي. چين د سولې او پرمختګ لار غوره کوي.

نوموړي زياته کړه چې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ همکاري د بازاري مقرراتو او تجارتي اصولو سره سم ده، له پرمختيايي او وروسته پاتي هېوادونو سره مرستې د خپلې وسې په اندازه کې تر سره کوي او اضافي سياسي شرايط نه لري.

لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين به د خپلو چارو حل و فصل ته به توجه راټولې کړي. هغه ويل، چې چين د پرمختګ په بهير کې زياتې ستونزې او ننګونې لري، او د سولې او ثبات نړيوال چاپيريال غواړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای