CRI Online

لي که چيانګ: هيڅوک به د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه کې بريالي نه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 14:44:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په شلمه نېټه وويل، که د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه د دواړو خواوو لپاره ګټوره نه ده او هيڅوک به بريالي نه شي. هيله لرم چې دواړه خواوې عقلي معرفت وساتي او له سوداګريزو جګړو څخه ډډه وکړي.

نوموړي وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ثبات د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټور دی. چين به په راتلونکي کې د خدمتي چارو، توليدي صنعت او تجارتي توکو په برخو کې ورخلاصون نور هم پياوړی کړي، هيله ده چې امريکا چين ته د لوړې تکنالوژۍ او د لوړ ارزښت لرونکو توليداتو صادرات زيات کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای