د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۹مه نېټه د G20 د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو غونډه د ارجينتاين په پلازمينه بوينس ايرس کې پرانيستل شوه، ګډون کوونکي به په بنسټيزو تاسيساتو کې د پانګونې او د روزګار د راتلونکي تمايل په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.
د G20ډلې د نوبتي رئيسه هېواد د ارجينتاين د ماليې چارو وزير نيګولس دويوف په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، اړوندې خواوې موافقې ته رسول مشکل کار دی، خو د اقتصاد د احاطه کوونکي پرمختګ د هڅولو په اړه يوه اصلاحي لايحه وړاندې کول لازمي کار دی.
دغه غونډه به د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه پای ته ورسيږې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |