د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د مارچ په ۱۹ مه نېټه يو کلنيز رپوټ خپور کړ په ياد رپوټ کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې جوړښتي اصلاحات چټک کړي تر څو پراخوالی يې ډېر او پياوړی شي.
د ياد سازمان د ۲۰ هېوادونو د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو د غونډې په ترڅ کې دغه رپوټ خپور کړ او په دې رپوټ کې دا هم راغلي چې په نړۍ کې د اصلاحاتو په برخه کې ګامونه ورو ورو پورته کېږي او د چټکتيا هيڅ نښې يې نه ليدل کېږي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |