د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په شلمه نېټه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له خوا د خپور شوي سند له مخې امريکا او اروپايي ټولنه له دې ټولنې څخه د وارد شويو فوتوالتايک توليداتو په اړه د امريکا د احتمالي ضمانت لرونکو تدبيرونو په هکله ګډو نظريو ته نه دي رسيدلي.
د دې سند له مخې د فبروري په ۱۵مه نېټه د امريکا او اروپايي ټولنې ترمنځ په مشوره کې اروپايي ټولنې په دې پلمه چې د دوی د فوتوالتايک توليداتو صادراتو د امريکا اړوندو چارو ته زيانونه نه دي رسولي ،امريکا ته وړانديز وکړ چې د اروپايي ټولنې په مقابل کې د ضمانت لرونکو ګمرکي مالياتو له اخيستلو څخه لاس واخلي.خو امريکا دغه وړانديز رد کړ.
د دې ترڅنګ دواړو خواوو د دغو ضمانت لرونکو تدبيرونو تر پلي کولو وروسته د جبران ور کولو په هکله ګډو نظريو ته هم نه دي رسيدلي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |