CRI Online

د م م د بشري حقونو شورا په نيول شويو فلسطيني خاورو کې پر بشري حالت بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 10:29:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م د بشري حقونو شورا په ۳۷مه غونډه کې برخه والو د فلسطين او نورو عربي هېوادونو په نيول شويو خاورو کې د بشري حالت په باب بحث وکړ او په دغو خاورو کې يې د بشري حالت پر خرابوالي انديښنه څرګنده کړه .د دې ترڅنګ دوی غوښتنه وکړه چې د م م د بشري حقونو شورا په دغو سيمو کې بشري حالت ته پاملرنه وکړي او د بيت المقدس مقام په هکله د رسېدلو ګډو نظريو له بدلولو سره مخالفت وکړي.

د يادې شورا د لوړ پوړي چارواکي مرستيال کيټ ګيلمور تر هر څه لومړی په دغو خاورو کې د بشري حالت په هکله شپږ راپورونه وړاندې کړل او پکې يې د بشر له نړيوال قانون څخه د اسرائيلو د سرغړونې په باب نوی معلومات وړاندې کړل.

فلسطيني استازي په خپلو خبرو کې د فلسطين پر وړاندې د اسرائيلو د پوځي عملياتو شدت وغانده او غوښتنه يې وکړه چې نړيواله ټولنه د اسرائيلو له خوا د يهوديانو د استوګنځايونو له پراخوالي څخه د لاس اخيستلو لپاره جدي تدبيرونه ونيسي او اسرائيل دې د نړيوالو قوانينو مراعات وکړي. د چين استازي وويل چې د چين په اند د فلسطينيانو حقه حقونه بايد وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای