CRI Online

ډونالډ ترمپ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برياليتوب د تر لاسه کولو له امله ولاديمير پوتين ته مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 10:32:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د کرملين ماڼۍ د روانې مياشتې په شلمه نېټه خبر ور کړ چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تلیفوني خبرې اترې وکړې او پکې يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برياليتوب د تر لاسه کولو له امله پوتين ته مبارکي وويله.دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د رښتينې همکارۍ د پياوړتيا او د سوريې او اوکراين مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

د کرملين ماڼۍ رسمي ويبپاڼې د همدې ورځې په شپه خبر ور کړ چې د امريکا له وړانديز سره سم يادې خبرې اترې تر سره شوې.

پوتين او ترمپ پر دې موافقه وکړه چې په دوامداره توګه يو له بل سره تماسونه ونيسي او د دواړو مشرانو ترمنځ د کتنې پر امکان بحث وکړي.دوی د سوريې او اوکراين پر مسئلو هم خبرې وکړې او ويې ويل چې ژر تر ژره به د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره اړونده لايحه جوړه شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای