CRI Online

شي جين پينګ له مودي سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 10:34:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۰مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره ټلېفوني خبرې وکړې.

مودي د چين د دولت رئيس په توګه د بيا ټاکل کېدو په اړه شي جين پينګ ته مبارکي وويله. هغه وويل، هند او چين دواړه لرغوني تاريخ او زياته اغېزه لرونکي هېوادونه دي. هند غواړي له چين سره جګپوړي تبادلې او خپلمنځي اړيکې لا نږدې کړي او په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

شي جين پينګ له مودي څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل، د چين د دوو ملي مجلسونو غونډې تازه په برياليتوب سره پای ته رسېدلې. چين به په دوامداره توګه اصلاحات ژور او پرانيسته پراخه کړي چې د ځاني پرمختګ په عين وخت کې د نړۍ د ګډې ابادۍ لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي. چين غواړي له هند سره دوه اړخيزې اړيکې لا نورې ټينګې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای