د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق يو ارګان د مارچ په ۲۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، هغه ۳۹ تنه هندي کارګر چې په ۲۰۱۴ کال کې په موصل کې د داعش لخوا وژل شوي وو، جسدونه يې پيدا شوي او د هند حکومت ته به وسپارل شي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، دغه ۳۹ جسدونه د موصل څخه په لوېديځ د واديعکابو سيمې په يو لوی قبر کې پيدا شوي، ور پسې د دوی له هندي کورنيو سره د DNA تر ازموينې وروسته د دوی هويت تاييد شوی.
په عراق کې ډېر هندي کارګر شته. په ۲۰۱۴ کال کې داعش د عراق په شمال او لوېديځ کې زياتې خاورې تر خپل واک لاندې راوستې وې، ۴۰ تنه هندي کارګر په موصل کې د داعش لخوا تښتول شوي وو او پکې ۳۹ تنه وژل شوي وو، يوازی يو تن ترې تښتېدلی و.(هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |