CRI Online

د يمن ولسمشر د م م له نوي ځانګړي استازي سره د يمن خبرو اترو د بيا پيل په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 14:40:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۰مه نېټه د يمن ولسمشر عبدالربيح منصور هادي د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د لومړي ځل لپاره د م م له نوي ځانګړي استازي ماتين ګريفس سره وکتل چې دواړو خواوو د يمن د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل په اړه بحث وکړ.

هادي وويل، د يمن حکومت تل سوله غواړي، دا د حکومت اصلي رويه ده. هغه پر حوثې ډلې نيوکه وکړه چې د مخکنيو خبرو اترو په بهير کې يې د دوه اړخيز تړون نه دی مراعات کړی او نړيوالو پرېکړو ته يې پاملرنه نه ده کړې. ګريفس څرګنده کړه چې هغه به په يمن کې د سولې د عملي کېدو لپاره تر وسې پورې همغږي وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای