د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د مارچ په ۲۰مه نېټه وويل چې امريکا له سعودي عربستان سره د ۱۲.۵ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو تړون اعلان وکړ. ټرمپ په همدې ورځ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره په ګډه له خبریالانو سره د کتنې په وخت کې دغه اعلان وکړ.
محمد وويل، د سعودي سره دغه معامله به د امريکايانو لپاره د روزګار ۴ مليونه فرصتونه برابر کړي. سعودي هم پلان لري چې په امريکا کې د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې وکړي.
د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، ټرمپ به په راتلونکې کې پر نورو هېوادونو د وسلو خرڅلاو په اړه د محدوديت تړون نرم کړي او د سعودي عربستان په شمول خليجي هېوادونو باندې به لا زياتې بې پيلوته الوتکې وپلوري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |