د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د مشرتابه د پياوړتيا او ساتنې په هکله د دې ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د اړوندو مقرراتو له مخې د دغه بيورو غړي هر کال د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې اوعمومي منشي شي جين پينګ ته کاري معلومات وړاندې کوي.دا د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې له ملي کانګرس راهيسې د دې ګوند د مرکزي کميټې د مشرتابه د پياوړتيا او ساتنې لپاره يو مهم نظام دی.په دې وروستيو ورځو کې د يادې بيورو غړو د لومړي ځل لپاره د ګوند مرکزي کميټې او عمومي منشي شي جين پينګ ته کاري معلومات وړاندې کړل.شي جين پينګ په جدي توګه د دغو غړو راپورونه وڅارل او د دوی د کارونو په هکله يې مهمه غوښتنه وکړه.(غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |