د سينهوا اژانس د خبر له مخې په چين کې د لاوس لوی سفير وادي بوتهاساونګ په دې وروستيو ورځو کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين د کمونېست ګوند او حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړې او پکې يې برياوې موندلې چې دغه مهمه لاسته راوړنه په اساني تاريخ کې بې سارې ده.نوموړي د چين د دوو غونډو په موده کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې ،د چين د اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله د خبريالانو سره مرکه ومنله.
هغه وويل چې په سږني حکومتي راپور کې درې برخې د پاملرنې وړ دي چې لومړی له وروستيو پنځو کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند او حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي او مهمې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې چې له امله يې د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې ده او د بې وزلو کسانو شمېر ۶۸ مليونه کم شوی دی او د بې وزلۍ انډول له لس اعشاريه دوه سلنې څخه درې اعشاريه يو سلنې ته راټيټ شوی دی چې دا د انساني تاريخ په پرمختګ کې بې ساری ده.دوهم چين د ځانګړی لوی هېواد په توګه د ديپلوماتيکو کارونو د پرمخبيولو په برخه کې پرمختګ موندلی دی.درېيم د ۲۰۱۸کال لپاره د چين عمده حکومتي کارونه ټاکل شوي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |