CRI Online

د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د تقنين کمېټې ۴ غړو لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 15:16:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ۲۱مه نېټه د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د تقنين کمېټې يوه غونډه ترسره کړه چې پکې ۴ هغو غړو لوړه وکړه چې په اضافي انتخاباتو کې ټاکل شوي.

د دې غونډې تر پيل کېدو وروسته، يادو ۴ غړو چې د مارچ په ۱۱مه نېټه په اضافي انتخاباتو کې ټاکل شوي وو، په وار سره د تقنين کمېټې د مشر ليونګ کوان يون تر نظارت لاندې په جدي او سمه توګه سوګندنامه ولوستله. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای