CRI Online

د چين د حکومتي کارونو په راپور کې ۸۶ ځايونه تعديل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 16:15:25

د چين د دولتي شورا د څيړنې دفتر د منشي مرستيال هان وين شيو د مارچ په شلمه نېټه وويل د حکومتي کارونو راپور چې د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې تصويب شوی، په عمومي توګه ۸۶ ځايونه تعديل شوي چې په لا ښه ډول د ملي ولسي کانګرس د استازو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړيو نظريې او وړانديزونه راغونډ شوي، د خلکو هيلې څرګند شوي او د ګډو نظريو د راغونډولو او د کارونو پرمخبيولو لپاره ګټور دي. هان ون شيو وويل چې چين به په روان کال کې په ثابته توګه د پرمختګ پر عمومي بنسټ ټينګار وکړي او د لوړ کيفيت په ساتلو سره به د پرمختګ هڅونه وکړي.

هان ون شيو په همدې ورځ د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د حکومتي کارونو په راپور کې په تېرو پنځو کلونو کې د تاريخي برياليتوبونو او حکومتي کارونو په هکله د وړانديزونو نه پرته په روان کال کې د حکومتي کارونو په هکله اضافي وړانديزونه هم زيات شوي دي. هغه وويل (اواز)

د نوي انجن د پراختيا په برخه کې د عصري خدمتونو چارو د پرمختګ چټکتيا او د پوهنې او هوښيارې ټولنې د ابادۍ، د هېواد د قوي کيدو او ابادۍ په برخه کې داسې وړانديزونه زيات شوي چې د مصنوعي دماغي تخنيک له لارې دې د توليدي چارو پرمخبوزي، د نمنوي کارګرو روحيې دې خپرې شي، د پوهنې، تخنيکونو او نوښتونو په شکل د کارګرو ډلې دې جوړې، دغه راز د سياسي واکونو د ساده کيدو، اداره او خلکو ته د خدمتونو برابرولو په چارو کې داسې وړانديزونه زيات شوي چې د اصلاحاتو په برخه کې د هغو پروژو د ژمنې پوره کولو ميکانيزم د اصلاحاتو د ازمويښتې ځايونه دې جوړ شي چې تصديو پکې پانګونه کړې او د حکومتي چارو د خدمتونو د معياري کيدو ابادي دې پياوړې شي.

د اصاحاتو او ورخلاصون په برخه کې په راپور کې د پولي چارو د نظارت او ادارې ميکانيزم د اصلاحاتو، په سرحدې سيمو کې او د اقتصاد د نړيوالې همکارۍ په سيمو کې د پرمختګ سويې د لوړتيا وړانديزونه هم زيات شوي دي.

د هان ون شيو د مالوماتو له مخې، راپور د خلکو د ژوند په کارونو کې هم زيات اضافي وړانديزونه کړي دي. هان ون شيو وويل (اواز)

په راپور کې داسي وړانديزونه زيات شوي: په وړکتونونو کې ښوونکو ته دې پاملرنه زياته شي ، په روغتونونو کې د کارکوونکو د روزنې اندازه دې لوړه شي، د د ناروغيو د وقاعي او مخنيوي کارونه دې پياوړي شي، په کليو کې له پاتې شويو ماشومانو سره دې مرستې وشي، په علاقه داريو او کليو کې د بط وزلو ماشومانو ضمانت دې ټينګ شي، د کولتوري چارو پرمختګ دې چټک شي او د ټولو خلکو باسوادۍ وړاندوينه دې وشي.

هان ون شيو وويل چين به په روان کال کې په ثابته توګه د پرمختګ پر عمومي بنسټ ټينګار وکړي، په ثابته او معقوله توګه به د اقتصاد د پرمختګ د تامينولو په وخت کې په فعاله توګه د لوړ کيفيت په ساتلو سره د پرمختګ هڅونه وکړي. هغه وويل(اواز)

موږ به د اقتصادي جوړښت تنظيمولو په برخه کې لا نور زيات کارونه تر سره کړو، د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې به لا زيات نوي تدبيرونه غوره کړو، په تيره بيا په روان کال کې چې د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی او د اصلاحاتو او ورخلاصون د پيل د يادونې لپاره به مو ږ يو لړ فعاليتونه تر سره کړو. زما په اند د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو د عملي کيدو د څلوېښتمې کاليزې د يادونې په موخه به تر ټولو ښه کار دا وي چې تر لا زياتې اندازې پوري به د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تطبيق شي، د خلکو د ژوند سويه بايد لوړه شي، چاپيريال هم بايد لا ښه شي او دا د پرمختګ اصلي هدفونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای