CRI Online

زه په خپلې مبارزې وياړم

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 17:00:21
د مارچ په شلمه نېټه، شي جين پينګ د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د پای په مراسمو کې وويل، چې چينايان له لرغونې زمانې څخه په دې اړه پوه شوي چې په نړۍ کې بې له کار او زحمت څخه ګټه اخيستل شتون نه لري، يوازې د زحمت له لارې نيکمرغي تر لاسه کېدای شي. د چينايانو له خوا ټول جوړ او اختراغ شوي شيان د چينايانو د عقل، کوښښونو او سترې قربانۍ پايله ده. باور لرم چې که له يو مليارډ دريو سوو مليونو تنو نه زيات چينايان د مبارزې ستره روحيه عملي کړي، موږ به هرومرو د خلکو د لا ښه ژوند لويه موخه پوره کړو.

د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په نولسمه نېټه، رئيس شي د چين د کمونېست ګوند د اطلاعاتو او ايډيالوژۍ په کاري ناسته کې د خبري رسنيو کارکوونکو ته وويل، چې بايد خلک د تر ټولوغوره ښوونکو په توګه وبلل شي. د دوی د زده کړې، د حقايقو د پلټنو، د دوی سره د نژدې تګ راتګ او له واقعيتونو څخه ډک ښه اثار جوړ او وليکل شي.

د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په اوومه نېټه، رئيس شي د روسيې په سوچي کې د المپيک په ژمنيو لوبو کې له برخوال چيني سپورټي پلاوي سره کتنه کې وويل، چې په لويو سياليو کې تر ټولو زړه وړونکی کار د طلايي مډالونو ګټل نه دي، بلکې د المپيک روحيې څرګندول دي چې دا د چينايانو په خولو د پر له پسې هڅونو روحيه ده.

د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په څليرويشتمه نېټه، رئيس شي د بېجينګ په نوي هوايي ميدان کې له کارګرو سره کتنه کې وويل، چې سوسياليزم زموږ د کارګرې طبقې او زحمتکښانو په اتکا تر سره کېدای شي.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ په څلورمه نېټه، رئيس شي د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په پنځمه غونډه کې د برخوالو ډيموکراتيکو ګوندونو له غړو سره د کتنې په وخت کې وويل، چې سترې چارې زياتو پوهانو ته اړتيا لرو، او ضرورت لرو چې پوهان د هېواد د شتمنۍ او ځواکمن قوت، د ملي سمسورتيا او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره زيات خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای