CRI Online

د ميانمار ولسمشر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 18:27:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې د ۲۱ مې نيټې په سهار د ميانمار د ولسمشرۍ دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د ميانمر ولسمشر يو تين کياو نن د ولسمشرۍ له دندې څخه استعفا وکړه ،ځکه هغه غواړي چې تفريح وکړي.

د ميانمر له اساسي قانون سره سم د ولسمشر مرستيال يو مينټ سوي به تر هغه وخت پورې چې په پارلمان کې د ده پر ځای نوی ولسمشر انتخاب شي، په لنډمهالي توګه د ولسمشرۍ دنده پر غاړه ولري. د ۲۰۱۶ کال د مارچ په دېرشمه نېټه د لوړې له مراسمو څخه تر اوسه پورې يو تين کياو شاوخوا دوه کال د ميانمار د ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای