CRI Online

د ميانمار د استازو جرګې مشر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 19:59:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ميانمار ټاېمز د خبر له مخې، د ميانمار د استازو جرګې مشر يو وين مينټ د مارچ په ۲۱ مه نېټه له دندې څخه استعفا وکړه، او ښايي د ميانمار د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شي.

په همدې ورځ د ميانمار ولسمشرۍ دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يو تين کياو د خپلې ناروغتيا له امله د ولسمشرۍ له دندې څخه استعفا وکړه.

۷۱ کلن يو تين کياو د ۲۰۱۶ کال د مارچ په دېرشمه نېټه د ميانمار د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او کابو دوه کاله يې خپله دنده پر مخ يوړه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای