CRI Online

لي که چيانګ د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 21:03:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۲۱مه نېټه د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه او په ياده غونډه کې د حکومت له کاري راپور سره سم کليدي مسؤليت هم وټاکل شو. اوس د نوې دورې د دولتي شورا هراړخيزې دندې پيل شوې دي.

په ياده غونډه کې وويل شول چې د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د رايګيرۍ له لارې د حکومت کاري راپور تصويب شو.د دولتي شورا بېلا بېلې څانګې او ارګانونه بايد د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي جين پينګ نظريې په پام کې نيولو سره په هر اړخيزه او پوره توګه د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې پلې کړي او د حکومت له کاري راپور سره سم په ثابت ډول پرمختګ ومومي،د پرمختګ پر نوې مفکورې ټينګار وکړي،د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره هڅه وکړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي،د استخدام او نوښت او د نوي خوځنده ځواک د موندلو او د خلکو ژوند د ضمانت او ښه والي لپاره کوښښ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای