د سين هو اژانس د خبر له مخې،د مارچ له ۲۱مې نېټې څخه د روسيې په ختيځو پوځي سيمو کې د لويې پيمانې دفاعي تمرينونه پيل شوي چې موخه يې د روسيې هوايي قلمرو د ساتلو توان ازمويل دي.
د روسيې د ختيځې پوځي سيمې مطبوعاتي ادارې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې څه د پاسه ۶ زره سرتېري به په يادو تمرينونو کې ګډون وکړي او څه د پاسه ۶۰ ډول ډول جنګي الوتکې او چورلکي به په تمرينونو کې وکارول شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |