CRI Online

بهرني مشران د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته مبارکي وايي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-21 21:08:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ځينو هېوادونو مشرانو، ګوندي مشرانو او د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو مشرانو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د چين د نوې دورې د دولت رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ويلي.

د برازيل ولسمشر ميچېل تېمر وويل چې خوشحاله يم چې تاسو د چين د دولت رئيس په توګه ټاکل شوی او ياست غواړم چې خپله صادقانه مبارکۍ درته ووايم او له تاسو سره يو ځای کوښښ وکړم تر څو د برازيل او چين تر منځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزي اړيکې پياوړې کړو او دواړه هېوادونه په ګډه پرمختګ کړي.

د ترکيې ولسمشر رجېپ تايپ اردوغان د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د نوې دندې مبارکي ويلي او ويلي يې دي چې ستاسو په مشرۍ چين ډېر پرمختګ کړی او د ترکيې او چين تر منځ اړيکو هم پرمختګ کړی. باور لرم چې ستاسو په مشرۍ به چين په نوې زمانه کې خور هم پرمختګ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای