CRI Online

جنوبي کوريا به شمالي کوريا ته وړانيز وکړي چې د مارچ په ۲۹مه نېټه په لوړه کچه د دواړو هېوادونو تر منځ غونډه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-22 11:42:23

د سين هوااژانس د خبر له مخې، جنوبي کوريا د مارچ په ۲۱مه نېټه شمالي کوريا ته وړانديز وکړ چې د روانې مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شمالي کوريا په پانمونجون کې په لوړه کچه د جنوبي کوريا او د شمالي کوريا تر منځ د لومړې کچې غونډه تر سره کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د خبرو اترو لپاره دې چمتوالی ونيسي کړي چې په اپريل کې به تر سره شي.

په همدې ورځ په جنوبي کوريا کې د جنوبي او شمالي کوريا د مشرانو تر منځ د خبرو اترې د تياري کميټې دويمه غونډه ترسره کړه چې په دې غونډه کې د جنوري کوريا ولسمشر مون جاي ين هم ګډون درلود يادې پريکړې يې وکړې.

د لوړې کچې په غونډه کې به د جنوبي او شمالي کوريا د مشرانو تر منځ د خبرو اترو اړوند مهال ويش، مباحثوې مسئلې او پلاوي د جوړښت په شمول د بنسټيزو چارو په هکله سلامشورې وشي.

مون جا ين په غونډه کې وويل کورياټاپووزمې ته د سولې راوستل نه يوازي د جنوبي او شمالي کوريا تر منځ ګډو نظريو، بلکې د شمالي کوريا او امريکا تر منځ د اړيکو عادي کيدو حتي اقتصادي همکارۍ ته اړتيا لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای