د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وسلو د نه خپريدو او د نظارت ادارې مشر يرماکوف د مارچ په ۲۲مه نېټه وويل روسيه هيله لري چې بريتانيا د روسيې د پخواني استخباراتي کارکوونکي سيرګي سکريپال او د ده لور د مسموميت پيښې په هکله ټول مالومات خپاره کړي او په ګډه يې له روسيې سره د دغې پيښې په اړه پلټنه وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يادې پيښې په اړوند يوه غونډه تر سره کړه چې په روسيې کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو ته د ګډون بلنه ورکړې. يرماکوف وويل روسيه له پلټنې مخکې د دغې پيښې نتيجه نه مني.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |