د پاکستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، په پاکستان کې يو مسافر وړونکي موټر د مارچ په ۲۱مه نېټه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې ګړنګ ته غورځيدلی چې له امله يې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او ۶تنه نور ټاپيان شوي دي.
د خبر له مخې، په پيښه کې د څلورو ښځو او يو ماشوم په شمول ۹ تنه مړه شوي او ټپيان ځايي روغتون ته ليږدول شوی دی.
په پاکستان کې په بسونو کې د زياتو کسانو د سپريدو، د موټرو د چټک سرعت او د سړکونو د بد حالت له امله ترافيکي پيښې ډېرې رامنځته کيږي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |