د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې د علني بازاري کميټې د پيسو د تګلارو جوړولو تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې د فدرالي صندوق د پورونو د ګټو انډول يې له يو اعشاريه پنځه سلنې څخه تر يو اعشاريه پنځه اويا سلنې پورې لوړ کړي.د دې کميټې نوي مشر جريمي پاويل په همدې ورځ د ده د ماموريت مودې تر پيل وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې د پورونو ګټو د انډول لوړوالی د پيسو تګلارې د عادي کېدو لپاره بل ګام دی.
د امريکا د يادې کميټې دغه کړنه له بازاري پيشګويي سره سمون لري.(اواز...........) د استخدام بازار غښتلی ساتل شوی او اقتصادي پيمانه په دوامداره توګه پراخه شوې او د پيسو پړسوب د دې کميټې له خوا ټاکل شوې موخې ته نژدې کيږي .نو پرېکړه مو وکړه چې د فدرالي صندوق د پورونو د ګټو انډول له يو اعشاريه پنځه سلنې څخه تر يو اعشاريه پنځه اويا پورې لوړ کړو.
د امريکا د فدرالي زيرمې د کميټې نوي مشر پاويل د فدرالي صندوق د پورونو د ګټو انډول د لوړوالي په اړه لومړۍ خبري ناسته خپره کړه. هغه وويل چې د ماليې هڅوونکي پلان په رارسېدو سره په منځنۍ موده کې به اقتصادي راتلونکې به نوره هم ښه شي او د پيسو پړسوب به لوړ شي .د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د پورونو د ګټو لوړوالی د پيسو د برابرونکې اندازې د ګام په ګام کموالي لپاره بل ګام او لوری دی.
پاويل وويل چې د امريکا په اقتصاد کې تود حالت نه دی رامنځته شوی او د بې کارۍ انډول ښايي نور هم کم شي .نو وارخطا نه يو چې د پورونو د ګټو انډول د لوړوالي له لارې به د اقتصادي پرمختګ مخنيوی وشي.خو د اټکل له مخې د امريکا فدرالي کميټه به روان کال د دريو ځلو لپاره دغه انډول لوړ کړي.
ايا د مالياتو د کمښت په هکله د ډونالډ ترمپ حکومت له خوا د تګلارې د پلي کېدو له امله به د امريکايي اقتصاد او کار توليدي انډول لوړ شي او که نه .په دې هکله پاويل وويل (اواز..............) زما په اند د مالياتو کمښت او د استخدام د قانوني مسودې د پلي کېدو له لارې به ځيني عوامل د توليدي انډول د لوړوالي سبب شي.مونږ د توليدي انډول د لوړوالي په ګټه پانګونه او پکې د کاري قواوو ګډون هڅوو.خو دا معلومه نه ده چې د دغو کړنو اغيزې به څه وي او کله به رامنځته شي.په دې هکله د فدرالي علني بازار کميټې په دننه کې د نظر توپير موجود دی.خو مونږ ټول هيله لرو چې د مالياتو د کموالي رول لوی وي.
د ډونالډ ترمپ حکومت اعلان وکړ چې د وارد شويو فولادو، اوسپنې او الومونيوم توليداتو په مقابل کې به ګمرکي ماليه واخلي.د امريکا د ځينو خبري رسنيو د پلټنې له مخې د سوداګريز حالت د ترينګلتيا شدت د راتلونکي اقتصادي پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بلل کيږي.په دې وروستيو کلونو کې داسې خبرونه په پر له پسې توګه خپاره شول چې د ترمپ حکومت پلان لري چې د سوداګريزو همکارانو په مقابل کې به د ګمرکي مالياتو راديکاله تګلاره جوړه کړي.نو ځکه دا د پاملرنې وړ ده چې ايا د دې ګمرکي مالياتو اخيستل د امريکا اقتصاد پر راتلونکي پرمختګ اغيزه وکړي او که نه ،خو په دې هکله پاويل هېڅ ونه ويل.هغه وويل (اواز...........) د فدرالي علني بازاري کميټې د غړو په وينا دوی پر راتلونکو سوداګريزو کړنو په اړه دا ګوانګوسې اورېدلې دي او د دوی په اند د امريکا دغه کړنه به راتلونکي اقتصاد ته خطرونه ورسوي .
پاويل زياته کړه چې تر اوسه دغوانديښنږ په منځنۍ موده کې د راتلونکي اقتصاد په هکله د يادې کميټې پر پيشګويۍ اغيزه نه ده کړې.
20180322ss.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |