CRI Online

د جنوبي کوريا، شمالي کوريا او امريکا استازو په فنلنډ کې غير رسمي خبرې اترې تر سره کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-22 15:41:52

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا، جنوبي کوريا او امريکا تر منځ غير رسمي خبرې اترې د مارچ له ۲۰مې نيټې څخه تر ۲۱مې نيټې پوري د فنلنډ په جنوب وانتا ښار کې تر سره شوې او د دريواړو خواوو استازو د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په اړه د ګډو علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

د مارچ په ۲۱مه نېټه له يادې غير رسمي خبرو اترو وروسته د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت مامور کيمو لاهديويرتا د دريواړو خواو په استازيتوب يوه اعلاميه خپره کړه.

اعلاميه کې راغلي چې دغه خبرې اترې په تېرو څو کلونو کې د باور ټينګتيا او په کوريا ټاپووزمې کې د حالاتو د ښه والي لپاره له يو لړ علمي غونډو څخه دي او په کورياټاپووزمې کې د پيښې له راتلو مخکې له مخکې چمتو شوي دي. د مالوماتو له مخې د دريواړو خواوو استازو په ازاد چاپيريال کې په رغنډه توګه د نظريو تبادلې وکړې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای