CRI Online

مارک زوک برګ د فېسبوک د استفاده کوونکو د شخصي مالوماتو په افشا کېدو اعتراف وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-22 15:48:14

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د فېسبوک شرکت لومړی اجرائيوی مشر مارک زوکيربيګ د مارچ په ۲۱مه نېټه د فېسبوک د استفاده کوونکو د شخصي مالوماتو د افشا کيدو په هکله غبرګون وښود او ويې منله چې د فېسبوک د استفاده کوونکو د شخصي مالوماتو د ساتنې په برخه کې تېروتنې شته او ژمنه يې وکړه چې د دغې مسئلې حلولو لپاره به تدبيرونه ونيسي.

زوک برګ په همدې ورځ په خپله فېسبوک په پاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د بريتانيا د کامبريج پوهنتون يو څيړونکي د سفوت وير له لارې د فېسبوک د استفاده کوونکو شخصي مالومات راغونډ کړی او د کامبريج څيړنې په نوم د شميرو حسابولو شرکت ته ورکړي دي.

اوس په زياتو خبري رسنيو کې ويل شوي چې د فېسبوک د پنځوس مليونو استفاده کوونکو شخصي مالومات د کامبريج څيړنې په نوم د شرکت لخوا تر لاسه او کارول شوي او ويلي يې دي چې د فېسبوک اداره مخکې د دغې چارې په اړه خبره شوې، خو پر وخت يې بهر ته مالومات نه دي ورکړي. اوس دا شک شته چې ښايي د فېسبوک له لارې افشا شوي شخصي مالومات د ۲۰۱۶ کال د امريکا پر ولسمشريزو ټاکنو اغيزې درلودلې وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای