د سين هوااژانس د خبر له مخې، د نايجريا حکومت په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې يوه مياشت مخکې د دغه هېواد په په شمال ختيځ يوبي ايالت کې بوکوجرام ۱۱۰ نجونې وتښتولې چې له دې جملې څخه ۱۰۱ يې ژغورل شوې دی.
د نايجريا د مطبوعاتو وزير لای محمد د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د نايجريا امنيتې څانګې د خوشې شويو نجونو په اړه مالومات راټول کړي او ښايي نورې نجونې هم راخوشې شي.
په همدې ورځ نايجريا رسمي خبر ورکړ چې د بوکوحرام له منګولو۷۶ نجونې خوشې شوې دي.
لای محمد وويل حکومت د تښتول شويو نجونو په بدلو کې پيسې نه دي ورکړي او دغه نجونې په غير رسمي لارې د ځينو دوستانو تر مرستو لاندې خوشې شوې دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |