د اقتصاد څيړنې ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګو او د اقتصادي همکارۍ ادارې سوداګريز مستشار هان يونګ د مارچ په ۲۱مه نېټه وويل د سوداګرۍ وزارت به په روان کال کې په بهرنيو هېوادونو کې د پانګونې د نوښت فعاليتونو په اړوند پلان عملي کړي او اغيزه لرونکي نړيوال شرکتونه به وروزي. هان يونګ په بهرنيو هېوادونو کې د چين تر پانګونو لارې د تصديو، څانګو او کارکوونکو د امنيت ادارې په هکله د نوي لارښوونکي سند د خپريدو په غونډه کې چې د سوداګرۍ د بهرنيو پانګو او د اقتصادي همکارۍ ادارې او په بهرنيو هېوادونو کې د چيني پروژو د سوداګرانو ټولنې لخوا په ګډه جوړه شوې وه، يادې څرګندونې وکړې.
د مالوماتو له مخې، په ياد سند کې په بهرنيو هېوادونو کې د امنيت د ادارې ميکانيزم د ساتنې او د بيړنيو پيښو د حلولو اجنډاوو او سيستم په شمول محتويات زيات شوي چې د پخوا په پرتله له عادی حالت سره لا نور برابر دی، د اړوندو پيښو حلولو لپاره لا مشخصې لارښوونې او وړاندوينې اهميت لري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |