د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا او سرمنشي ګوټرېس د مارچ په ۲۱مه نېټه په جلا جلا توګه اعلاميې خپرې کړې چې له مخې يې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګی بريد غندل شوی. د م م امنيت شورا او سرمنشي ګوټريس د افغانستان حکومت ته د خواخوږۍ پيغامونه لېږلي دي او د پېښې قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
امنيت شورا په رسنيزه اعلاميه کې ويلي، د داسې ترهګريزې کړنې له پلي کوونکو، جوړونکو او مالي ملاتړ کوونکو سره بايد قانوني چلند وشي او ټول هېوادونه بايد د نړيوال قانون او د امنيت شورا د اړوندو پرېکړو له مخې له افغانستان سره په فعاله توګه همکارۍ وکړي.
ګوټرېس د وياند ښاغلی دياريک له لارې د يادې چاودنې په اړه د غندنې اعلاميه خپره کړه چې پکې ويل شوي، نوروز له خوشحالۍ څخه ډکه ورځ ده،کله چې په دې هېواد کې سوله او يووالی راشي، نو د يادې چاودنې برابرونکو سره بايد قانوني چلند وشي. (فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |